AP ۱۴۰۳ وږی ۲۶ ۲۰:۲۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85598638
T T
۰ Persons

Tags

 موږ د مرستندویه موسسو سره هر ډول همکاري کوو

 کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال ویلي: اسلامي امارت له مرستندویه موسسو سره په هره برخه کې همکاري کوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت نن دوشنبه د وږی ۲۶ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ارغندیوال خیریه موسسې له مشر میرویس ارغندیوال سره وکتل.

 ميرويس ارغنديوال د ارغنديوال خيريه موسسې د دندو، فعاليتونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د افغانستان له خلکو سره د مرستې او معارف ته د خدمت په موخه دې موسسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې څو بابه ښوونځي جوړ کړي او په پام کې لري چې ۶۴ نور ښوونځي د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې هم پرانيزي.

 هغه زياته کړه، چې دغه اداره غواړي له ولايتي روغتونونو سره د امبولانس، لابراتوار او درملو په برخه کې مرسته وکړي.

د ارغندیوال مؤسسي رئیس څرګنده کړه: موږ غواړو په بېلابېلو ولایتونو کې له کرنیزو فارمونو څخه د خلکو د هوساینې او رفاه په برخه کې کار واخیستل شي او د دغو فعالیتونو د عملي کولو لپاره د اسلامي امارت د مسؤلینو همکاري او پاملرنه غواړو.

مولوي عبدالسلام حنفي وويل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دى او په دې هېواد کې د ټولو هېوادوالو ژوند او مال خوندي دى او له هغو هېوادوالو څخه چې په بهر کې ژوند کوي غوښتنه کوو چې هېواد ته راستانه شي او د هیواد ابادۍ او پرمختګ په برخه کې ونډه واخلي.

هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره له مرستندویه موسسو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .